روشنفکران او ايديولوژي
دستگېر خروټی دستگېر خروټی

 معيار بايد انسان او انسانې آرزښتونه وې.


ما پخوا هم د ايدیولوژي په هکله دلته او هلته ليکنې کړې دې. دا ځل غواړم لږ څه زيات وليکم. له دې ليکنې مي مطلب دادي چي څه ډول کيداي شي افغانستان د ايديولوژيک گواښونو په وړاندي خوندي شي. څه ډول کيدای شی ددې هیواد انسان  له قومې، مذهبې، لسانې، جنسي... کرکو او تعصبونو و ژغورل شي. څه ډول کيداي شي ټولنېز ذهنيت د سلگونو کلنو له نابالغې خلاص شي او د کومو معيارونو او آرزښتونو په انتخاب کولو سره کولاي شو ټولنه خپلواکه شي، انسان خپلواک شي او انديښنې خپلواکې شي.
په قومې، ژبنيو، مذهبې، جنسې... کرکو، تعصوبونو او نفرت د غلبې تر ټولو ښه او موثره لاره انسان او انسانې آرزښتونو د قضاوت کولو او تگلارو جوړولو په معيار بدلول دي.  نو راځې انسان او انسانې آرزښتونه معيار وگرزو. زه په پوره ډاډ سره ويلاي شم که د قوم، ژبې، مذهب، طبقې... په ځای “انسان”  معیار وگرزو په هر ډول کرکو، تعصوبونو، ټولنېزو بې باوريو او نفرت به غلبه وکړو او نور به بيا ټولنه په “ موږ” او “ دوې ” نه ويشل کېږې، چېرې چي “ دوي”  ته د دوښمن په سترگه کتل کېږې.
    له ايديولوژي څخه د ما مطلب يوازي کمونېزم،  نازېزم او فاشېزم نه دي، بلکې هر هغه تفکر او هر هغه فکرې ښوونځی چي د ټولنې د يوې خاصې برخې استاذيتوب کوي او د همدې برخې تفکر او گټې په ټولنه تحميل کول غواړې ايديولوژې دی. دا کيداي  شي ناسيونالېزم وي. دا کيداي شي شوونېزم وي. دا کيداي شي سکترېزم وي. دا کيداي شي ترايبالېزم وي. دا کيداي شي مذهبې بنسټ پالنه وې. په پورتنيو ايديولوژيکو سیستمونو کي د انسان هويت، کوم چي “ انسانيت” دی کله له قوم، کله له قبيلې، کله  له ژبې او کله هم له مذهب سره تړل کېږې.
د افغانې ټولنې په وړاندي ستونزې او گواښونه ډېر او رنگارنگ څېرې لرې. افغانستان د سياسي او ټولنېز جوړښتونو په ستونزو برسېره د رنگارنگ ذهنې ناروغيو چي په سر کي یې بنسټ پالنه ده هم مخامخ دی. بنسټ پالنه هر ډول او په هر شکل چي وي خپل ځان په دي او هغه ايديولوژې کي را څرگندوې. اصلې گواښ همدا بنسټ پالنه ده او بری به يې  نه يوازي هر څه په ټپه ودروي، بلکي ټولنه به يو ځل بيا د لسېزو له پاره په شا وغورزوې، تاريکې به واکمنه کړې او هغوې به واکمن شي چي له پوهې، له عقل، د انديښنې او د انسان له خپلواکې څخه  کرکه او نفرت کوي.    
 افغانستان د لېږد “ گذار” په ډېر ستونزمن حالت کي دي. نه يوازي ټولنه، نه يوازي د ملت جوړولو لړۍ، بلکي د دولت جوړولو کارهم له څو گونو ستونزو او گواښونو سره مخامخ دي. له پرونيو تارېخې ــ استبدادي جوړښتونو څخه د دموکراسي په لور لېږد نه يوازي مشکل، بلکې خطرناک هم دی.
 دولت جوړونه له يوې خوا د پرونيو تارېخې جوړښتونو او له بلې خو د مدرنو جوړښتونو تر منځ په کلکه سيالې کي را ايسار ده.  ددې دولت په جوړښت کي هم  قبيلوي  عناصر چي د پلارسالارې او د خپلوې په اړيکو تکيه کوي  شته دي. ددي دولت په جوړښت کي فيودالې ډوله عناصر چي په دولت کي په گډون برسېره په دي او هغه کي محل کي خپل نفوذ او له دې جملې خپل پوځې نفوذ ساتې شته دي او په دي دولت کي د مدرنو جوړښتونو عناصر چي د خلکو په اراده او دموکراسي تکيه کوي هم شته دي.  د پورتنيو ناهم اهنگو او متضادو عناصرو موجوديت نه يوازي د دولت جوړولو پروسه بې انډوله کړې، بلکې د دولت  د دريگونو ارگانونو تر منځ يې انډول او خپلواکې هم ستونزمنه کړې ده.   همدارنگه دا دولت  د دندو او د واک د ويش په لحاظ هم په مشکل حالت کي دی. که له يوې خوا د دولت د جوړونکو برخو او بيا د مرکز او محلاتو تر منځ د دندو او واک ويش دی له بلې خوا د دولت او بېن المللې ټولنې تر منځ هم د دندو او واک ويش شته دی. د مسؤليتونو په برخه کي هم ورته حالت دی. دا دولت نه يوازي افغانې ټولنې ته، بلکې نړيوالې ټولنه ته هم د حساب ورکولو مکلفيت لرې. دا واقعيتونه څرگندوې چي  افغانې دولت جوړښت له ستونزمن او ډېر پېچېلې حالت څخه تېرېږې. دا حالت له بريو سره سره ماتيدونکي ځانگړتياوې هم لرې او له بده مرغه په ټولنه کي بحران راوړونکي لاملونه او گواښونه هم پېاوړي دي.
 په پورتنی ناانډوله جوړښت برسېره  په ټولنه کي د ټولنېز عدالت د پلې کولو ستونزه هم را منځ ته کړې ده. د يوې ټولنې اقتصادي او سياسي څرنگوالی تر هر څه د مخه د ټولنېز عدالت پوسيله سنجول کېږې او همدارنگه يې دولت د خپلو موخو د ترلاسه کولو او د خپلو غوښتنو د عملې کول په کارکي بې تاثېره او کمزوری کړي دي. 
 په افغانستان کي هميشه هڅه شوې چي واک او سياست د ټولنې د يوې برخې چاره او د همدې برخې په چوپړ کي وي. وروسته وروسته بيا هڅه وشوه واک او سياست د يوه گوند په چاره بدل شي او ټولنه کي يو گوند، يوه ډله  واکمنې کړې. يا په بل عبارت يو گوندې سيستم جوړشې. په ياد شويو دواړو حالتونوکي د ټولنې د سياسي کیدو او د واک او سياست په چاره کي د ټولنې د گډون مخه نيول کيدله او دي ډول چلندونو او عمل کولو ته د دينې او يا د غېر دينې ايديولوژيو پوسيله قانونيت ورکول کيدو. له پورتنی حالت څخه را وتلو او د دموکراسي په لور خوزښت له يوې خوا د ټولنې د سياسي کولو او د سياسي ازاديگانو د خونديتوب او له بلې خوا د دموکراتيکو آرزښتونو په بنياد د ټولنې او واکمنو تر منځ د اړيکو د جوړولو ضرورت منځ ته راوړې. دلته د پېړيو په اوږدو کي د واک او ټولنې تر منځ اړيکې د زور اړيکې پاتې شوې. د دي اړيکو په هکله موخه پتری کول اوکوشېرکول نه، بلکې موخه ددې اړيکو ژور بدلون دی.


بنسټ پالنې څه شی دی؟


بنسټ پالنه يا بنياد گرايې په کلې توگه د يوې ذ هنې ناروغې په توگه له هماغه پېله  په انسانې ټولنو کي په دي او هغه شکل وجود لرې. په بل عبارت په انسانې ټولنوکي په دي او هغه شکل فاناتېزم او فاناتيک عنصرونه هميشه موجود وو، اوس هم شته دي او په راتلونکي کي به هم وې. بنسټ پالنه نه يوازي يوه فکرې پديده ده، بلکې يو ټولنېز چلند هم دی. بنسټ پالنه يوه ناروغه انديښنه او يو ړنگونکي ټولنېز چلند دی.
بنيادگرايې يا بنسټ پالنه د بشر لاس ته راوړونو ته گواښ دی. بنسټ پالنه فرهنگ او فرهنگې ژوند ته گواښ دی. همدادم په ځانگړې توگه د پښتنو فرهنگ،  فرهنگې ژوند او فرهنگې لاس ته راوړنې د مذهبې بنسټ پالنې تر عملې او ورځنی گواښ لاندي دی. د بنسټ پالنې لمړۍ درجه قربانيان ښوونکې، زده کونکي، ښوونځې، فرهنگيان او فرهنگ جوړونکي دي.
بنسټ پالنه کيداي شی دينې او يا غير دينې وي.  بنسټ پالنه  په دې او هغه ايديولوژې کي او يا په دی او هغه مذهب کي ځان را څرگندوې.  بنسټ پالنه په کرکې، سازش نه کولو او د خپلو نظريو په بشپړ عملې کولو تکيه کوي. بنسټ پالنه  په هر حالت او هر ډول شرايطو کي د خپلو نظرياتو او انديښنو عملې کول غواړې او ددې پروا نه کوي چي ددې نظريو د عملې کولو پايلې به څه وې. بنسټ پالنه په دي پسي نه گرزې چي څه به کېږې،  هر څه چي کېږې، کېږې به  د دوې فکرونه بايد عملې شي. د بنسټ پالنې اساسي ستونزه په دي کي دی چي دارمانگرې او واقعيت تر منځ د پولو او توپېرونو په پېږندلو کي پاتې راځې.
که يو وگړی  په خپل شخصي ژوند کي د خپلو انديښنو د حتمې عملې کولو هڅه وکړې، دا ډول يوه هڅه کوم ټولنېز ناورين منځ ته نه راوړې، خو که په ټولنه او ټولنېز ژوند کي ددې او هغه انديښنې د حتمې عملې کولو هڅه کېږې بې له شکه  لوي او لوي ناورينونه ايجادوي.  په افغانستان کي کله چي دواړو ښی او چپ  افراط هڅه وکړه په  ټولنه کي خپل باورونه او خپلې انديښنې په حتمې توگه او هغه هم د کلاشينکوف او زورپوسيله

عملې کاندي څومره لويه او هر اړخېز غمېزه يې منځ ته راوړه.

  ايديولوژي او د ايديولوژې ځانگړتياوې    

ايديولوژي هغه فکري سيستم ته ويل کېږې چي د ټولنې د يوې برخې غوښتنې او گټې په ټولنه ور تحمېل کول  غواړې. د مارکس په شمول ډېر څېړونکې په دي باور دي چي ايديولوژې يو دروغجنه انديښنه ده. ايديولوژې يو ارمانې تفکر او يا يوه “ ارمانگرې ” ده چي عملې کول يې له يوې خوا د ټولو ستونزو حل او له بلې خوا د ځمکې په سر د ټولو له پاره د جنت جوړول دي. ايديولوژي دنيا ته په يوه سترگه گورې او د دنيا يوازي يو لوری وینې او بيا دهمدي يو اړخېز چلند په بنياد د ټولې نړۍ د بدلون غوښتنه کوې. د بشر تارېخ تر اوسه نه داسي حالت  او واکمنې ثبت کړې چي ټولې ستونزې حل او د ټولو له پاره جنت وي او نه يې داسي ځواک ثبت کړی چي په يوه اړخېزه توگه دنيا بدله کړې. همدارنگه  تارېخ دا ډول يوه واک نه پېږنې چي د ټولو ستونزو د حل په دعوي کولو سره بری ته رسيدلی وي او يا يې ثبات پيدا کړی وی.
 اوس به د ايديولوژې ځانگړتياوې را وسپړو.   
 ١ــــ  ايديولوژي د ټولنې له پاره خاص او له پخوا جوړ شوی اقتصادي، سياسي، حقوقي او فرهنگي جوړښتونه تجوېز کوي او همدا جوړښتونه د ټولو ستونزو حل بولې. ايديولوژيک ځواکونه د همدی جوړښتونو  پوسيله له ناخوالو، نيمگړتياو اوبدمرغيو خلاصه يوه دنيا جوړول غواړې. هيتلر دا کار د خالص نژاد په بری کي ليد، لنېن او استالېن د بې طبقې ټولنې په جوړولو سره دا موخه تر لاسه کوله او مذهبې بنسټ پالنه دا موخه  د مذهبې واکمنې، د سياست، اقتصاد، فرهنگ او حقونو په دينې کولو لټوې. هره ايديولوژي هڅه کوي چي ټولنېز ژوند، فرهنگ، سياست او په تېره بيا اقتصاد محدود او ورته ښکاره ايسارونو جوړ کاندي. په داسي حال کي چي نه  ټولنېزې او فرهنگې پديدې محدودې کېږې او نه ورته ايسارونه جوړيداي شي په تېره بيا اقتصاد خو هډو محدوديتونه او ايسارونه نه پېږنې او اقتصاد د محدوديتونو په ځای په رقابت او په  سياليو تکيه کوي. ايديولوژې سياسي، ټولنېز، اقتصادي او فرهنگې مفهومونه سره گډوې او د هغو په هکله فکرې اغتشاش منځ ته راوړې، کوم چي له يوې خوا د فهم او د پېږندنې د وروسته پاتې والې سبب کېږې او له بلې خوا د واقعيتونو او تفکر تر منځ  بې انډولې منځ ته راوړې، کوم چي په ټولنه کي د بحران د راتگ په پېاوړی لامل بدلېږې. 
    ٢ ــــ هره ايديولوژي  حقيقت او عدالت په خپل مالکيت بدلوي، د انديښنو د خپلواکې مخه نيسې،  خپلې نظريې او خپل اصول  بشپړ او مطلق حقيقت بولې او په دي صورت کي دوي نه د ټولنې او خلکو رايې او نظريو ته ضرورت  لرې او نه په ټولنه کي د نورو نظريو او انديښنو منلو ته چمتو دي.  شک کول او ترديد درلودل د انديښنې او تفکر محرکه قوه بلل کېږې. سره ددې چي شک او ترديد د علم او پوهنې په لاس ته  راوړنو کي ټاکونکی رول تر سره کوي او په ټولنېزو او سياسي مسلو کي مرکزي ځای لرې،  سره ددې چي شک کولو او ترديد درلودل  پرمختگ او نويوالی ته ځواک  ور کوې، خو په ايديولوژې کي شک کولو او ترديد درلودلو له پاره نه يوازي ځای نشته دی، بلکې شک کول او ترديد درلودل دوښمنې بلل کېږې او له شک کونکو سره  د دوښمنانو په دود  چلند کېږې. رښتيا هم کله چي يوه ايديولوژې او يو فکري سيستم په مطلق حقيقت بدلېږې او ټولو ستونزو ته ځواب او حل ولرې د خپلواکو انديښنو، د نورو انديښنو او نظريو د منځ ته راتگ ضرورت څه دی؟  د شيانو، پيښو او پديدو د لاملونو د پلټولو، را سپړلو او څېړولو ضرورت څه دی؟
کله چي هرڅه له پخوا حل شوي وې او کله چي هر څه ته له پخوا ځواب شته دي. په دي ډول حالت کي د انسان هڅې، پلټنې او د فکر کول بې مفهومه کېږې او په خپله د انسان برخليک  پيښو ته سپارل کېږې څه چي کېږې، هغه به کېږې.
 کار هغه عمل دی چي د فکر په بنياد منځ ته راځې او هر هغه کار چي د خپلواک او خلاق تفکر په اساس منځ ته راشي هم به خپلواک کار وي او هم به خلاق کار وي. انسان په کارکولو او عمل کولو سره نه يوازي خپل فکر او خپله انديښنه  په واقعيت بدلولې شي، بلکې د خپل فکر سموالی او يا نه سموالی هم آزمايش کوي. همدارنگه تر څو د انسان فکر او انديښنه خپلواک او ازاد نشي، د انسان فهم او درک هم په خپلواکه توگه د کار کولو جوکه کيداي نشي. د افغانې ټولنې د بدمرغې او وروسته پاتې والې يو اساسي لامل په همدي ټولنه کي د تقليد کولو او کاپې کولو تفکر دی.  
 د انسان پوسيله د څېړلو، را سپړلو، د شيانو او پيښو د لاملونو د پيدا کولو کار هغه وخت په بريالې توگه پېل کېږې چي د انسان  عقل  اوانديښنه خپلواکه شي، انسان په خپل کار کي شک او ترديد ته ځای ور کړې ، انسان خپلې تېروتنې ومنې او د خپل کار او نظرياتو په هکله بيا او بيا کتنه وکړې. د پرمخ تلليو ټولنو اصلې ځانگړتيا په دي کي دی چي “ روښانتيا” يا “ روشنگرې” يې منلې ده او روښانتيا په عقل، پوهنه، آزمايش،
انتقاد او په بيا کتنه تکيه کوي. همدا نن  عقل، علم او تکنولوژې دی چي نه يوازي  نړۍ ته نوی څېره ورکوي ، بلکې د ټولنېزو ، اقتصادي، فرهنگې او سياسي  جوړښتونه زېربنا هم ور بدلوې.
نن د ژوند په هغه برخه کي چي عقل په خپلواکه توگه کار او عمل کوي، هلته بدلونونه، پرمختگ او لاس ته راوړنې شته دي. د بيلگې په توگه د تخنيک او تکنولوژې په برخه کي عقل او پوهنه له دواړو دين او ايديولوژې څخه په خپلواکه  توگه عمل کوي او دلته هره گړې بدلونونه، بري او لاس ته راوړنې شته دي او دا په نړۍ کي په ولکه وال فکتور بدلېږې.   په اقتصادي ژوند کي هم د عقل ونډه زياته او په زياتيدو دی. همدا دليل دی چي د سياست په پرتله په اقتصادي برخه کي بدلونونه چټک او پېاوړې دي. همدارنگه په هغو ټولنو کي چي انديښنه او پوهنه خپلواکې لرې  د هغو ټولنو په پرتله چي د انديښنو او عقل د خپلواکې په وړاندي خنډونه شته مخ ته تللې او ژوند يې هم ښه دی. په ناروې کي د ايران په پرتله هم د خلکو ژوند ښه دي او هم له ايرانه څو ځلې په مخ تللی هيواد دی. په ناروې کي د ايران بر خلاف ټولنېز آرزښتونه او قانونونه د ټولنېزو تړونونو په بنياد  جوړېږې او همدلته دی چي په دي هيواد کي له يوې خوا ټولنه خپلواکه او له بلې خوا مدنې ټولنې هم پراخې او هم پېاوړې دې.
په هېڅ علم او په تېره بيا په ټولنه پېږندنه او سياست پوهنه کي مطلق حقيقت نشته دی.  علم مطلق حقيقت نه منې او مطلق حقيقت علم نه منې.  انسانان د علم، عقل او تجربې په مټ د حقيقت پلټنه کوي، خو حقيقت هېڅکله هم د چا په مالکيت نه بدلېږې. خو ايديولوژي او پېروان يې دي ته پام نه کوي چي بشپړ حقيقت او يا مطلق حقيقت له زمان او مکان  څخه د باندي وجود لرې، پداسي حال کي چي ټولنه ، د ټولنې جوړښتونه، ټولنېزې پيښې، فرهنگ،  سياست ... په معلوم زمان او معلوم مکان کي ځان ښيې او موقيعت لري.  هغه واقعيتونه چي د مکان او زمانې په چوکات شته  او يا د مکان او زمان په چوکات کي منځ ته راځې بې له شکه نسبې او بدليدونکې ځانگړتياوې لرې. له مکان او زمان څخه د باندي نه ټولنه شته دی، نه ټولنېز جوړښتونه شته دي او نه هم سياست شته دي. په مکان او زمان کي بشپړ حقيقت او يا مطلق حقيقت بې مفهومو عبارتونو ته پاتې کېږې. ددې او هغه ايديولوژې پوسيله د مطلق حقيقت دعوه کول په دروغو برسېره يو تېرايستونکې عمل دی  او همدا دليل دی چي د ايديولوژې عمر لنډ او ډېره  ژر ماتې خورې.
ايديولوژې د بې مغزو لښکر جوړول غواړې او په همدي بنياد د خپلو پېروانو مغزونو موميايې کوي او هغوې د ارمانگريو، تعصبونو او کرکې په يرغملو بدلوي او نه پرېږدې چي نور نظريات او يا بل ډول انديښنې د هغوې مغزونو ته لاره پيدا کړې. په بل عبارت  د لته انسانان د کرکې، نفرت او دنورو په وړاندي د منفي ذهنيت د ورکولو په بنياد روزل کېږې او پېروان هم د کرکې او تعصب په اساس عمل کوي او د نورو وژل ورته دينې، قومي، انقلابې مکلفيت ښکارې.
٣ ــــ  ايديولوژې واک غوښتونکې ده او د واک د تر لاسه کولو په منظور په غېر طبعې توگه  ټولنه په دوست او دوښمن، په انقلابې او ضد انقلابې، په خلقې او ضد خلقې، په مومېن او مرتد. په مسلمان او کافر ويشې. ايديولوژي او ايديولوژيک ځواکونه دوښمن او دوښمن جوړول کوي او دوښمن ته په بې سارې توگه ضد انسانې بڼه  ورکوې. د ټولو ناخوالو او بدبختيو بار هم په جوړ شوی دوښمن وراچوې ترڅو خپل پېروان د هغه په ضد جگړې او د هغه وژلو ته چمتو کړې. په نړۍ کي ډېری وحشي او جمعې وژنې ددې او هغه ايديولوژې په نوم تر سره شوې او اوس هم تر سره کېږې. ايديولوژيک ځواکونه د واک د تر لاسه کولو او د واک ساتلو په کار کي زورزياتی، قهر، او د نورو نفي کول د مقدساتو درجې ته پورته کوي او په دي حالت کي ايدیولوژي  زور ته او زور بيا په خپل وار سره ايديولوژې ته ضرورت لري. په بل عبارت زور په ايديولوژې او ايديولوژې په زور تکيه کوي. ايديولوژې واک او سياست د يوه گوند، د يوې ډلې او په ځانگړې توگه د يوه وگړی په مالکيت بدلوي. همدا اوس د دنيا وروستی انقلابې فيدل کاسترو سره ددې چي په دواړو فزيکي او روحې لحاظ په ځان کنترول  نه لرې، خو د واک پريښودلوته هېڅ ډول  چمتوالی نه ښيی.  
 ايديولوژيک ځواکونو په تېره بيا د انقلابونو او بلواگانو له لارې په واکمن کيدلو سره د ټولنې، د ټولنېزو جوړښتونو او سياسي او اقتصادي سيستمونو و بنيادي، قطعي او آنې حل غواړې، خو ټولنېز جوړښتونه او سياسي  او اقتصادي سيستمونه‏ هيڅکله نه په  آنې توگه  بدلېږې او نه هم قطعي بدلون ته چمتوالی ښيی. په بل عبارت نه دي جوړښتونو او سیستمونو ته قطعي او غوڅ ځواب موندل کېږې او نه ټولنېزې پديدې د قطعي او آنې حل منونکې دې.  هغوې چي ټولنېزو ستونزو ته د قطعي حل او مطلق ځواب ورکولو او يا ځواب درلودلو دعوي کوي يا د اوسنيو پېچليو پديدو او ستونزو په پېږندلو کي بې وسه دي او يا  بې له شکه غولونکي او تېرايستونکي دي چي ټولنه د خپلو موخو د ترلاس کولو په منظور له يوه وېرونکی او ړنگونکی گواښ سره مخامخ کوي. په افغانستان کي د ثور ناورين د خپلو قطعي بدلونو په تگلارو سره د ټولنېزو بدلونونو په ځای ټولنېز ناورينونو منځ ته راوړل. طالبانو ټولو ناخوالو ته په ځواب ورکولو سره نه يوازې په ټولنه تاريکې واکمنه کړه، بلکې ټولنه يې د لسېزو له پاره په شا وغورزوله.
۴ ـــ ايديولوژې د “ پيشوا” “ رهبر”  جوړولو ښوونځی دی. ايديولوژې نه يوازي پيشوا جوړوي، بلکي  ټولنه هم د پيشوا اطاعت او پېروې ته اړباسي او ورسره  په بشپړه توگه د ټولنې د خپلواکې او سياسي کولو مخه نيسي. پرون موږ هم  د مارکسيزم په پېروې هڅه کوله چي له دي او هغه وگړي “ لوی لارښود” ، “ نابغه” ،“ رهبر کبېر” ...جوړ کړو، خو موږ نه پوهيدو چي ددې کار په کولو سره د استبداد او د يوه له واکمن کيدو سره مرسته کوو ځان او ټولنه د همدي مستبد او ځان پالونکي په يرغمل بدلوو. دا نه يوازي ناپوهې وه، بلکې لويه او تارېخې تېروتنه وه. رښتيا هم او په عمل کي پيشوا پالنه، رهبر پالنه او پهلوان پالنه له استبداد پالنې څخه عبارت دی.
 د پېړيو له پاره د ټولنې په سياسي فرهنگ کي او په تولنېز واکمن تفکر کي سياست او واک د ټولنې په ځای د کورنيو او خاصو وگړو دنده شمېرل کېږې. واک او سياست کله د پادشاه، کله د امېر، کله  د کمونستانو، کله د ملايانو، کله بيا د طالب چاره دي او دوې هر يوه په خپل وار سره هڅه کړې چي د ټولنې دخپلواکې او سياسي کولو د مخنيوی په منظور  پيشوا، رهبر، امام، امېر... را وړاندي کړې  تر څو ټولنه د هغه په اطاعت کولو او د هغه د لارښوونو په  پېروې کولو مکلفه شي.همدارنگه ايديولوژې د ټولنې برخليک د پيشوا له برخليک سره پيوند کوې او د ټولنې له اوسيدونکو څخه دفکر کولو او انديښنې درلودلو حق او ازادي اخلې. په دي حالت کي د دواړو واک او قانون جوړولو اختيار له ټولنې څخه پيشوا ته لېږدول کېږې او  پيشوا يا امېر هم په مطلق واکمن بدلېږې او د هغه فرمانونه او دستورونه قانون بلل کېږې. پيشوا مبارک! هم په خپل وار سره خپلو فرمانونو او دستورونه ته د ايديولوژې پوسيله قانونيت ورکوي  پيشوا د شپون رول لوبوې او ټولنه د هغه په گله او يا رمه بدلېږې. هغه فکرې سيستم چي پيشوا او پيشوا پالنه کوي د انسان د سپکاوی سيستم دی. 


     په دموکراسي کي، چېرې چي ټولنه خپلواکه ده، چېرې چي انسان خپلواک او د خپلواکې انديښنې خاوند دی، نه ټولنه پيشوا ته ضرورت لرې، نه انسانان په پيشوا پسي گرزې، نه څوک  دپيشو اطاعت کوي او نه د هغه د لارښوونو ضرورت شته دي. ټولنه خپل برخليک په خپل لاس کي اخلې. په خپله قانون  جوړوې او هغه چا ته چي د رهبرې کولو دنده ورکول کېږې د همدې د ټولنې له خوا د جوړ شوی قانون په پېروې مکلف کېږې.
     سره ددې چي افغانې ټولنه يوه دودېزه سنتې ټولنه ده او په دا ډول يوه ټولنه کي د پيشوا پالنې، رهبرپالنې... تارېخې او پېاوړی دودونه شته دی. خو افغانستان  په عمل کي د تارېخ په اوږدو کي د يوه مشر چي ټولنه ورباندي را ټوله شي، د ټولنې لارښوونه وکړې له  نشتوالې سره هم مخامخ دی. پرادوکس دادي چي د رهبر پالنې دود شته دی، خو رهبر نشته دی. که کله کله پيښو دي او هغه وگړی ته د رهبر کيدلو چانس ورکړی وي، خو هغه  وگړی بيا په خپله د رهبر او رهبرې کولو وړتيا نه دی ښودلې. ښه او نوې بيلگه يې  “ جهادي رهبران” کيداي شي. ددې ستونزې د حل  او ددې خلا د ډکولو ښه لاره داده  ټولنه پخپله د رهبرې کولو او لارښونې دنده په خپله غاړه واخلې. او دا کار د دموکراسي په بری او د مدنې ټولنې په پراختيا کي تر سره کيداي شي.  
  ٥ ـــايديولوژې “ يو شان کول”  غواړي. ايديولوژي  په هېڅ وجه د پلورالېزم منلو ته چمتو نه دی او د نورو د انديښنو د ليدلو سترکي او د هغوې د اوريدلو غوږونه نه لرې.  هر څه بايد یو رنگ او يو شان شي. اقتصاد، سياست، فرهنگ، دودونه، فکرونه، عقلونه او انديښنې يو شان شي. په ايديولوژيک واکمنيو کي هر څه سياسي او ايديولوژيکې کېږې. عدالت، حقوق او ازاديگانې هم سياسي کېږې.  په ايديولوژيک واکمنيو کي ټول هغه ډول فکر وکړي چي واکمن يې کوي.  هغه شان واغوندي او هغه شان ځان جوړ کړې چي واکمن يې غواړې. ايديولوژې په هر شکل چي وې دينې يا غېر دينې د “ یو شان کولو”  پراخه تگلاره چلوې او غواړې د ټولنېز ژوند ټولې برخې د خپلو فکرونو په بنياد جوړې او هغوې ته لوری ور کړې او يا هم واقعيتونه،  ټولنېز جوړښتونو، سياست او فرهنگ په خپلو نظرياتو اندازه او يا يې په خپلو نظرياتو کي  ځای کاندي. په افغانستان کي يو ځل هڅه وشوه چي ټولنه او ټولنېز ژوند د کمونېزم او د طبقاتې مبارزې د اصولو په دود
 “ يو شان”  شي. او ور پسي هڅه وشوه افغانې ټولنه د مذهبې ايديولوژي د اصولو په بنياد د “ يوشان کولو” په لور هغه هم د زور او سپکاوی په دود ټيله شي.  د “ يوشان کولو” تگلاره په هر ډول او شکل چي وي يو ناورين راوړونکي تگلاره ده. په تارېخ کي دې ډول تگلارې هېڅ کله هم بری تر لاسه کړی نه دی، خو هر ځل يې لوې انسانې تراژيديگانې را منځ ته کړې دي. د “ يوشان کولو” تگلاره له هماغه پېله يوه تېرايستونکې او غولونکي تگلاره ده چي په خپلو کاذبو شعارونو او وعدو سره په زرگونو خلک تېرباسي او بيا هغوې د همدي کاذبو شعارونو د پلې کولو له پاره قربانې ورکولو ته را بولې. دلته ددې يادونه په کار دی چي د “ يوشان کولو”  او د “ يوه تفکر” د واکمن کولو وخت د هميشه له پاره تېر شوی.
   ٦ ــــ  ايديولوژې انسان، انسانې آرزښتونه، انسانې ضرورتونه او غوښتنې له نظره غوروزوی او انسانانو د ځناورانو سطحې ته را ټيټوې. کله انسانانو ته غواوې، کله ورته گله، کله ورته خره ... ويل کېږې. ايديولوژي انسانانو ته د وسيلو په سترگه گورې او له هغو څخه د واک  د تر لاسه کولو او واک ساتلو د وسيلې په توگه کار اخلې هغوې دنده لرې هميشه اطاعت او پېروي وکړې بې تفاوته او بې ارادې پاتې شي.
په دي فکري سيستم کي په بشپړه توگه د انسان له ازادې سره دوښمنې کېږې او دا هم ددې له پاره چي ازادې انسان د بې اراده گې، اطاعت او کورکورانه پېروې له حالت څخه را باسي. ازادې انسان  ته ددې امکان ورکوي چي له ځانه پوښتنه وکړې زه ولې ددې او هغه وگړی او ددې او هغه سيستم پېروې ته اړ شوی ېم او زه ولې ددې او هغه په تقليد کولو مکلف شوي ېم. ازادې انسان ته دي ته هڅوې چي په خپله فکر وکړې، په پخپله عمل وکړې او په خپله ددې وړتيا پيدا کړې چي د ښو او بدو توپېر وکړې. انسان ازاد دنيا ته راځې او حق لري چي ازاد وي او په ازادې کي ژوند وکړې. هنر، ادب، موزيک، تخنيک، فرهنگ او فکر د ازادو او خپلواکو انسانانو د کار او انديښنو پايلې دي. حيوانات نه فرهنگ جوړوي او نه فرهنگي ژوند لري. فرهنگ انسانې لاس ته راوړنه ده او د انسانانو له ازادو انديښنو او خپلواک کار سر او کار لرې.
 په کمونېزم کي دانسان د مادي لوری په نظر کي نيولو سره فکر کيدو چي انسان  خيټه لري او يوازي خوړولو ته احتياج لرې، خو انسان د خيټې تر څنگ فکر لرې، انديښنه لرې، ذهن لرې او وجدان لرې او دا هر يو په خپل وار سره غذا او روزنې ته ضرورت لرې او دا کار په هغه ټولنه کي کيداي شي چي له ايديولوژېگانو څخه  خپلواکه او په سياسي برخه کي ازاده وی.
 ٧ــــ له ايديولوژي څخه د انحراف کولو افسانه. د ثور له ناورينه څوگړې نه وي تېرې شوې چي په گوند کي د ننه ستونزې پيدا او مخ په ډېريدو شوي. له هماغه پېله را منځ ته شوې ستونزې د کلک تشويش وړ وې.  په واکمن گوند کي د نه ختميدونکو اختلافونو، يو په بل پسي د ناکاميو او پاتې راتللو ملامتې له ايديولوژې او له انقلاب څخه په انحراف کولو ورغورزيدله. يو ځل پرچميان له اصولو او انقلاب څخه په انحراف تورن شول او د دوښمنانو په څېر ورسره چلند وشو. بيا نورمحمد تره کی او پلويان يې له انقلاب او  علمې نړۍ ليد څخه په انحراف کولو له  بندي کولو، ځورولو او وژلو سره مخامخ شول. وروسته حفيظ اله امېن هم له مارکسېزم او له کمونستې اصولو څخه د انحراف په نوم د شورويانو له خوا په مرگ مجازات شو. د انحراف او انحراف کولو افسانه همدلته ختم نشوله کله چي نجيب د مصالحې تگ لاره خپله کړه په گوند کي يو ځل بيا له مارکسېزم او د طبقاتې مبارزې له اصولو څخه د انحراف خبرې پراخې او تودې شوې.
 ما هم د نورو په شان فکر کاوه چي ستونزه انقلاب او مارکسېزم نه دي. ستونزه دا او هغه مشر او يا دا او هغه ډله ده. دا ډول  چلند تر اوږدې مودې پورې ددې سبب وو چي د انقلاب او مارکسېزم په ځای په دي او هغه مشر او په دي او هغه ډله فکر وشي چي گواکي له انقلاب څخه يې انحراف کړی. خو اصلې ستونزه نه دا او هغه مشر وو او نه دا او هغه ډله وه.  اصلې ستونزه انقلاب وو، اصلې ستونزه  مارکسېزم وو.
 دا د ټولو ايديولوژيک واکمنيو ځانگړتيا ده کله چي د چارو د حل په کار کي پاتې راځې او له ستنزو سره مخامخ کېږې له ايديولوژې او يا له واکمن تفکر څخه  د انحراف کولو افسانه را پورته کوي او د ستونزو پړه په دي او هغه وگړی ورغورزوې...

       نور بيا         

 

 


April 8th, 2007


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
علمي و معلوماتي